جلال اباد،پل علم (پژواک،۳۰ وری ۹۷): ننګرهار او لوګر ولايتونو کې د درېيو قوماندانانو په ګډون د دولت اته وسله وال مخالفين او يوه ښځه وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د وري په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خوږياڼو ولسوالۍ په وزيرو سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عملیات کړي، چې په ترڅ کې يې د يو قوماندان عبدالله مظلوميار په ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دی وايي چې د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو يوه اندازه مهمات، چاودېدونکي توکي او درې موټر سايکلونه له منځه وړل شوي او همدا راز درې ميله کلاشينکوفونه يې امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
هغه زياته کړه چې د دې عملياتو پرمهال شپږ شکمن کسان هم نيول شوي دي.
د يو بل خبر له مخې،د اچین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یو قوماندان په ګډون درې ماین جوړونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل چې د اچین ولسوالۍ د باغ درې په سيمه کې د داعش وسله والو درې تنه د ماینونو په جوړولو بوخت وو، چې خپل ماین پرې چاودنه کړې ده.
هغه وايي چې په چاودنه کې د خالد افريدي په نوم د یو پاکستاني قوماندان په ګډون درې داعش وسله وال وژل شوي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، نن سهار د لوګر د مرکز اړوند د دادو خېلو سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې د ملي اردو ځواکونو په دغه سيمه کې خپلو پوستو ته اکمالات کول چې طالبانو پرې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د طالبانو يو مشهور قوماندان ملا عنايت الله وژل شوى، خو د ملي اردو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
هغه زياته کړه، په همدې سيمه کې د طالبانو يوه مرمۍ پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې يوه ښځه وژل شوې ده.
بل لورته د سيمې اوسېدونکي حاجي دل اغا هم پژواک ته وويل چې نن سهار وختي په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP