Language

غزني ښار(پژواک،٣١ورى٩٧): د غزني د ولايتي شورا غړي او اوسيدونکي وايي که امنيت ټينګښت ونه مومي، دوى نشي کولاى د ټاکنو په پروسه کې ګډون وکړي.

دغه څرګندونې د غزني د ولايتي شورا غړو او اوسيدونکو د وري په ٣١مه د يوې اعتراضيه غونډې پرمهال وکړې.

په دې غونډه کې د غزني د ولايتي شورا غړي عبدالجامع جامع وويل چې په دې ولايت کې ورځ تر بلې امنيت ستونزې ډيرېږي.

هغه وايي: (( هره ورځ ښار کسان وژل کيږي، امنيت ښه نه دى که حالت همداسې دوام وکړي، خلک د ټاکنو په پروسه کې ګډون نه شي کولاى.))

د نوموړي په وينا دا مهال په دې ولايت کې د نا امنۍ له امله د نوم ليکنې پروسه هم ټکنۍ روانه ده.

دغه راز په دې غونډه کې د ولايتي شورا بل غړي حسن رضا يوسفي وويل چې د سيمه ييزو چارواکيو ترمنځ نه همغږۍ په دې ولايت کې د نا امنۍ کچه لوړه کړې ده.

د هغه په وينا که چيرې حکومت په غزني کې د امنيت د ټينګښت لپاره اړينې هلې ونه کړي نو خلک به پر لاريونونو لاس پورې کړي.

د ولايتي شورا يادو غړو د غزني د سيمه ييزو حکومتي چارواکيو د بدليدو غوښتنه هم وکړه.

همدارنګه قومي مشر حاجي نيک محمد وويل چې د امنيتي ستونزو له امله په ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه تر اوسه نه دي جوړ شوي.

ده وويل: (( امنيتي حالات همداسې وي، نو په ډيرو لږو ځايونو کې به ټاکنې وشي او نور به صندوقونه د زورواکو لخوا ډک کړاى شي.))

دغه راز د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسيدونکي رحمت الله وايي چې حکومت ددې ولسوالۍ په هغو سيمو کې د نوم ليکنې مرکزونه نه دي جوړ کړي چې امنيت حالات يې د ډاډ وړ دي.

هغه په دې اړه نور جزئيات ورنکړل خو زياته يې کړه: (( که امنيت ټينګښت ونه مومي نو موږ په ټاکنو کې ګډون نه کوو.))

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.