پلخمري (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه، ٩٧) : د بغلان ولايت ځايي چارواکو د سولې لپاره د ښه نيت له امله وسله والو طالبانو ته په دولتي روغتونونو کې د خپلو ناروغانو د درملنې اجازه ورکړې ده.
د بغلان والي عبدالحي نعمتي دغه څرګندونې د غويي په لومړۍ نېټه، د ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د سولې په اړه يوې لويې غونډې ته وکړې.
هغه زياته کړه، حکومت چمتو دى چې وسله والو طالبانو ته نور هم ځان نږدې کړي او په همدې موخه يې د ولايت ټولو روغتيايي مرکزونو ته امر کړی چې د وسله والو طالبانو ناروغان تداوي او ښه چلند ورسره وکړي .))
نعمتي وايي : (( موږ نه غواړو چې افغانان ووژنو او له هغو چې موږ وژني غوښتنه کوو، چې ورور وژنه بس کړي او افغانستان د ولسمشر له لوري وړاندې شوې د سولې بې قيده طرحې ته مثبت ځواب ووايي. ))
والي غونډې ته راغلو سلګونو قومي مشرانو او ديني عالمانو څخه د سولې په اړه په کليو بانډو کې د عامه پوهاوي او په راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخيستو غوښتنه وکړه .
د بغلان داستېناف محکمې رييس محمد حسن صديقي ګډونوالو ته د سولې د ارزښت په اړه ووويل، چې اسلام پر درواغو بندېز لګولى، خو د سولې لپاره يې د اړتيا پر مهال ددروغو ويلو اجازه ورکړې ده.
هغه ددولت او وسله والو تر منځ د سولې لپاره دديني عالمانو رول او هڅې اړينې وبللې او په افغانستان کې يې روانه جګړه هم ددوه مسلمانو ډلو ترمنځ جګړه وبلله .
د بغلان د سولې ولايتي کمېټې رييس اسدالله شهباز هم په خپلو خبرو کې له ديني عالمانو غوښتنه وکړه چې له همدا نن وروسته دې په کليو کې د سولې پروسې د چټکتيا لپاره لاس په کار شي .
هغه زياته کړه چې ډېر ژر به د سولې او د روانې جګړې پر ضد په دې ولايت کې د علماوو يوه لويه غونډه جوړه شي.
ددې غونډې يو تن ګډونوال چې د طالبانو تر واک لاندې سيمې څخه راغلى و او د نوم له خپرولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې د حکومت له خوا په روغتونونو کې دوسله والو طالبانو ناروغانو درملنې اجازه ورکول ښه زېری دی او دغه ګام به د يو شمېر طالبانو پر ذهنونو مثبت اغېز وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ددې ولايت په دوو سيمو کې د سولې خېمې هم لګول شوې دي.
login or register a new account.