کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه، ٩٧) : د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې کارکوونکو يې په بغلان ولايت کې الوځول شوې پايه په بشپړه توګه ورغوله چې ورسره د کابل د برېښنا ستونزه هواره شوه.
وسله والو طالبانو څو ورځې مخکې د بغلان ولايت د کيله ګي په سيمه کې د برېښنا يوه لويه پايه الوځولې وه چې له امله يې کابل ته د ازبکستان وارداتي برېښنا قطع شوې وه.
د افغانستان برېښنا شرکت له خوا د غويي په لومړۍ نېټه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې کارکوونکو يې ياده پايه په بشپړه توګه ورغوله.
سرچينې زياته کړې چې نن تر غرمې وروسته په ٣:٤٠ بجو د کابل برېښنا په دايمي توګه وصل او دا ستونزه هواره شوه.
د برېښنا شرکت وايي چې له کابل سره د ازبکستان ٣٠٠ ميګاواټه وارداتي برېښنا سره وصل شوه او په بغلان کې اوس هېڅ ډول ستونزه نشته.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP