پلخمري(پژواک،٣غويى٩٧): بغلان کې د دولتي کارکوونکو ترڅنګ د مدنې ټولنې غړو هم تر اوسه په راتلوونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم ليکنه نه ده کړې.
د بغلان والي عبدالحي نعمتي د غویي په ۳ مه پلخمري ښار کې د رایې ورکولو لپاره د نوم ليکنې مرکز د لیدو پرمهال وویل، حکومت غواړي چې د رايې ورکړې لپاره د نوم ليکنې بهیر ګړندی کړي او دغه بهیر هغه مهال چټکتیا مومي چې لومړی د دولتي ادارو مسوولین خپلې تذکرې ثبت کړي او بیا نورو ته د رایې ورکړې لپاره د نوم ليکنې بلنه ورکړي.
والي وویل چې بغلان کې هر هغه دولتي مامور چې نه غواړي د رایې ورکړې لپاره نوم ليکنه وکړي، نو قانوني چلند به ورسره وشي.
بل خوا د مدني ټولنې غړي استاد شاه زمان زماني د والي د څرګندونو په اړه پژواک ته وویل چې پرحکومت د خلکو باور ورځ تر بلې کمېږي او حکومت هم د خلکو دباور بېرته تر لاسه کولو لپاره نوي هیڅ نه لري.
ده وویل چې د ملي شورا د غړو وروستيو ګړنو ته په کتو سره به ډېر خلک په راتلوونکوټاکنو کې ګډون ونه کړي.
دغه راز د بغلان د مدني ټولنې غړي سیدعلي فاضل هم پژواک ته وویل چې سږنۍ د ولسي جرګې ټاکنې هومره بې باوره دي چې حتی د مدني ټولنو غړو هم لا پرټاکنو کې دونډې اخیستو لپاره زړه نه دی ښه کړی.
فاضل وویل، حکومت ته په کار ده چې له دیني عالمانو سره پرمشوره قوي کمپاین پیل کړي او د جوماتونو له لارې دې خلک راتلونکو ټاکنو کې برخې اخیستو ته دعوت کړي.
بغلان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ريیس عبدالملک حنیفي پژواک ته وويل چې له پلان سره سم د رايې ورکړې لپاره د نوم ليکنې مرکزونه فعال شوي دي.
حنیفي زياته کړه چې په دې ولايت کې تر اوسه د نوم ليکنې ١٨ مرکزونه د امنيتي ستونزو له امله نه دي پرانيستل شوي.
ده وویل چې اوس مهال یې یواځې د بغلان مرکز پلخمري اړوند سیمو کې ۲۳ مرکزونه فعال کړي او په پام کې ده چې دروانې میاشتې په ۲۵ مه په ټول بغلان کې درایې ورکولو لپاره د نوم ليکنې مرکزونه پرانيستل شي .
بغلان کې د رايې ورکولو لپاره د نوم ليکنې بهیر په اړه د چارواکو اندېښنې په داسې حال کې رابرسېره کیږي چې تېره ورځ د پلخمري قشلاق سیمې مرکز ته د نوم ليکنې لپاره یواځې یو کس مراجعه کړې وه.
login or register a new account.