Language

غزني کې پر طالبانو د پوستې پلورنکي پوليس ونيول شول

غزني ښار(پژواک،٣غويى٩٧): د غزني امنيتي ځواکونو هغه پوليس نيولي چې غوښتل يې يوه پوسته د درې سوه زره پاکستاني کلدارو په بدل کې پر وسله والو طالبانو وپلوري.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان د غويي په درېيمه خبريالانو ته وويل چې دغه پوليس عبدالمتين او سيدولي نوميږي او د اندړو ولسوالۍ د امين کلا په پوسته کې يې دندې ترسره کولې.

هغه وايي: (( دوى غوښتل چې د غويي په لومړۍ نېټه دغه پوسته په درې سوه زره کلدارو په طالبانو خرڅه کړي او په کې شته پوليس و وژني، خو وړاندې تر دې چې دغه کار وکړي ونيول شول.))

د قوماندان په وينا، نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى او د نورو ملګرو د نيولو هڅې يې هم روانې دي.

بل لورته نيول شوي پوليس عبدالمتين رسنيو ته وويل چې ورور يې په لغمان کې د طالبانو قوماندان دى.

هغه زياته کړه: (( ورور مې راته وويل چې د اندړو له طالبانو سره يې خبرې کړي، نو د شپې به ټول پوليس و وژنئ، طالبانو ته به زنګ و وهې هغوى به راشي او له پوستې به ټول شيان يوسي.))

دغه راز بل نيول شوي پوليس سيدولي وويل چې ده او عبدالمتين دغه کار د درې سوه زرو پاکستاني کلدارو په بدل کې قبول کړى و.

د يادونې ده چې څه موده وړاندې هم د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې درې پوليس په ورته پېښه کې نيول شوي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.