فراه (پژواک، ٤ غويى ٩٧): د فراه ځايي چارواکي د دغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د پنځو پوليسو او شپږو وسله والو مخالفينو د وژلو خبر ورکوي، خو ځينې نورې سرچينې بيا د پوليسو مرګ ژوبله له دې لوړه بولي.
د فراه د والي وياند ناصر مهري پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دولت وسله والو مخالفينو د دغه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په نلک دارستان کلي کې پر امنيتي پوسته د بريد پر مهال د عامه نظم پنځه پوليس وژلي او دوه نور ټپيان دي.
د هغه په خبره، په دې نښته کې د دولت شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د سيد احمد په نامه يوه ځايي اوسېدونکي وويل چې په دغه بريد کې ١٢ پوليس وژل شوي او دوه د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
نوموړي وويل چې دولتي ځواکونو د وژل شوو سرتېرو مړي نن سهار ولېږدول.
د نوموړي په خبره، په دغه بريد کې د دولت د وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې په اړه خبر نه لري.
طالب وياند قاري يوسف احمدي د طالبانو د وژل کېدو خبر رد کړ او ادعا يې وکړه چې پر دې پوسته د بريد پر مهال د عامه نظم ١٧ پوليس وژل شوي او دوه نور د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
نوموړى وايي چې په نښته کې دوه طالبان ټپيان دي، دوه هاموې ټانکونه يې له ٢٠ ميله درنو او سپکو وسلو سره نيولي دي.
خو د فراه د والي وياند بيا د طالبانو له لوري د پوستې د نيولو خبره رد کړه.
د راپورونو له مخې، تېره ورځ هم د دولت د وسله والو مخالفينو بريد کې د دې ولسوالۍ د امنيتي پوستې څه کم څلور پوليس وژل شوي دي.
login or register a new account.