Language

د لوګر مرستيال والي له دوو ساتونکو سره وژل شوی

پل علم (پژواک، ٦ غويى ٩٧) : د لوګر مرستيال والي  د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې له دوو ساتونکو سره وژل شوى دى.

د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي د غويي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د محمد اغې ولسوالۍ د واغجان په بازار کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې مرستيال والي قمر دين شکېب په خپل موټر کې له دندې وروسته کابل ته روان و چې په ياده سيمه کې طالبان ورته په کمين کې ناست و.

دى وايي چې په دغه بريد کې مرستيال والي له دوو ساتونکو سره وژل شوى او د والي وياند سليم صالح ټپي شوى دى.

د زبير په نوم د واغجان بازار يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې وسله والو پر يوه دولتي سپين هايلکيس موټر بريدکړى او درې تنه يې وژلي دي.

د هغه په وينا، وروسته پوليس راغلل ، مړي او ټپيان يې ولېږدول.

وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى، دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون په ټول افغانستان کې د الخندق په نوم نوي پسرلني عمليات پيل کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې پرون يې په ټول هېواد کې تر ١٣٠ زيات بريدونه کړي او لسګونه دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.