Language

ننګرهار او بغلان کې دولتي سرتېرو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد (پژواک، ۶ غويی ۹۷): چارواکي وايي چې په ننګرهار او بغلان ولايتونو کې د نښتو او عملياتو پر مهال وسله والو مخالفينو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت په شېرزادو، غني خېلو او لعلپورې ولسواليو کې يې د القاعده شبکې د يو غړي او بهرنيانو په ګډون ۱۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال د غويي په ۶مه پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو تېره شپه د دغه ولايت د غني خېلو او لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر يو شمېر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

دی وايي، په يادو بريدونو کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې؛ خو د امنيتي ځواکونو د مقاومت په نتيجه کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه، وسله والو طالبانو تېره ورځ د غني خېلو ولسوالۍ پر قرارګاه ډله ييز بريد وکړل، خو د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او وسله وال يې پر شا وتمبول.

د ده د معلوماتو له مخې، په دغو بريدونو کې څلور وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دا هم وويل، په لعلپورې ولسوالۍ کې هم د سيمه ييزو پوليسو په پامير او پامير يو پوستو بريدونه کړي چې د امنيتي ځواکونو د ځوابي بريدونو له امله شا تګ ته اړ شوي او د جهانزيب او داوود شاه په نومونو دوه بهرني وسله وال وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د القاعده شبکې د يو غړي په ګډون اووه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبلې اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک وويل ته وويل، د شېرزادو ولسوالۍ په طوطو سيمه کې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړې قطعې عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې د القاعده شبکې يو غړی او شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دی وايي، په دغو عملياتو کې يو وسله وال طالب ټپي شوی هم دی او تر څنګ يې دوه وسله وال طالبان او دوه نور مشکوک کسان هم نيول شوي دي

هغه زياته کړه، د وسله والو طالبانو دوه موټرسايکلونه، مهمات او چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي.

د يو بل خبر له مخې، په بغلان ولايت کې هم د نښتو پر مهال پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.