Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جنرال ډانفورډ : د افغان جګړې يواځينۍ حل لاره سياسي جوړجاړى دى

واشنګټن (پژواک، ٧ غويى  ٩٧) : د امريکا د وسله والو ځواکونو قو ماندان وايي، دا بايد يقيني شي چې طالبان د جګړې په ميدان کې بريا نه شي ترلاسه کولى او د افغان شخړې يواځينۍ حل لاره سياسي جوړجاړى دى.

د امريکا د وسله والو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډانفورډ دغه څرګندونې پرون په واشنګټن کې د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېسيون ته کړې دي.

هغه د سناتورانو د پوښتنو په ځواب کې ويلي، طالبان بايد وځپل شي، څو هغوى اړ کړل شي  چې د سولې خبرو اترو ته حاضر شي.

د امريکا ددفاع وزير جميز ميټس هم له جنرال ډانفورډ سره يو ځاى د مشرانو جرګې ياد کمېسيون ته ورغلى و او د سناتورانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

جنرال ډانفورډ چې تر دې مخکې په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان هم پاتې شوى، زياته کړې چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پاتې کېدل اوس هم يوه اړتيا ده.

خو دفاع وزير او جنرال ډانفورډ وويل، که چېرې يې ځواکونه له افغانستان څخه وځي، بايد شرايط په پام کې ونيسي.

جميز ميټس د سناتور ګراهم له دې وړانديز سره موافقه  وکړه چې بايد د عملياتو بڼه بدله شي او طالبان نېغ په نېغه هدف وګرځول شي.

دوى دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې وسله والو طالبانو دوه ورځې مخکې د الخندق  په نامه نوي پسرلني عمليات پيل کړي او په تېرو دوو ورځو کې ددوى په وينا، تر ٢٠٠ زيات بريدونه يې کړي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.