ښرنه (پژواک، ٨ غويى ٩٧): په پکتيکا کې د مجاهدينو د بريا د ورځې (غويي اوومې) د لمانځغونډې ځينې ويناوالو په ملي يووالي د ټينګار تر څنګ د پوليسو په ليکو کې د فساد له شتون څخه سر وټکاوه.
دغه غونډه د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې جوړه شوې وه.
د حزب اسلامي پخواني جهادې قوماندان ښادي خان غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې مجاهدينو د خپل سر په بدل سره له خپل هيواد او خلکو ساتنه وکړه او د وخت ستر ځواک شوروي اتحاد او په افغانستان کې د دغه ځواک پلوي رژيم ته ماتې ورکړې.
دى وايي چې د مجاهدينو تر بريا وروسته افغانسان خپل منځي نښتې وشوې چې له امله يې ډېر ځاني او مالي زيانونه واوښتل.
هغه وويل چې افغانان بايد له تېر څخه په تجربې سره، يو موټى شي او د خپل هېواد لپاره دې په ګډه کار وکړي.
ښادي خان وويل چې د پولېسو په ليکو کې فساد اوج ته رسيدلی او له امله يې نا امني جوړه شوې ده.
هغه ادعا کوي چې د پولېسو اعاشه د هغوى د ځينو افسرانو او قوماندانانو له لوري پلورل کيږي او د پولېسو سرتيرو ته په ډيرو سېمو کې وچه ډوډۍ هم نه رسي.
دى زياتوي:"د ښرنې په ښار کې پولېسو تر منځ د اعاعشې په سر شخړي کيږي، د بازار خلک يې ګوري او د دې ډرامي تماشه کوي، خو چارواکي لا اوس هم د غفلت په خوب ويده دې او د دې مهمي موضوع پوښتنه نه کوي."
دولايتي شورا غړي عزيز ارګوني هم په دې غونډه کې وويل چې پولېسو ته په وخت اعاشه نه رسي او په پکتيکا کې يو شمير ځوانان د پوليسو په ليکو کې د فساد له امله نه غواړي له پوليسو سره کار وکړي.
قومي مشرعبد الله بيا دغې غونډې ته په خبرو کې وويل چې اوسنۍ ستونزې د تېرو برياليتوبونو تر لاسه کول نه شي حل کولاى.
دى وايي چې ولسونه او چارواکي دې په همغږۍ سره د يو پاک او سرلوړي افغانستان لپاره کار وکړي او د بهرنيو کړيو لاسونه دې له هيواد څخه لنډ کړي.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال محمداعظيم هاشمي هم خبري وکړې، د افغانانو ټينګي ارادې او د مجاهدينو ميړانه يې وستايله.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP