ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
د خوست خلکو د ټاکنو کمېسیون چارواکي پر بې کفایتۍ تورن کړل

د خوست خلکو د ټاکنو کمېسیون چارواکي پر بې کفایتۍ تورن کړل

author avatar
29 Apr 2018 - 16:02
د خوست خلکو د ټاکنو کمېسیون چارواکي پر بې کفایتۍ تورن کړل
author avatar
29 Apr 2018 - 16:02

خوست ښار (پژواک، ۹ غويی ۹۷): په خوست کې لسګونو کسانو د يوه لاريون په ترڅ کې د ټاکنو کمېسيون چارواکي پر بې کفايتۍ تورن کړل او ويې ويل چې د سياسي اشخاصو تر اغېزې لاندې راغلي دي.

په دغه لاريون کې چې د ولايتي شورا ځينو غړو، مدني فعالانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و، د ټاکنو ولايتي دفتر مخې ته يې د دغه دفتر د مسوولينو پر ضد شعارونه ورکول.

د ولايتي شورا منشي قمر علي لکڼوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يو شمېر سياسي اشخاصو په خوښه په دغه ولايت کې د نومونو ثبتولو او رايې ورکولو مرکزونه له يوه ځای نه بل ځای ته انتقال شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په لوی لاس له يوه ځای نه بل ځای ته مرکزونه لېږدول شوي دي. هر مرکز له بل سره ۱۵ کيلومتره واټن لري. زموږ خلک دې مرکزونو ته رسېده ګي نه شي کولای.))

مدني فعال رفېع الله زيار د لاريون پر مهال پژواک اژانس ته وويل، د خوست خلک غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي خو سر له اوسه په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

ده وويل: ((که مرکزونه زيات نه شي، د خوست خلک په پراخ ډول ټاکنو کې ګډون نشي کولای. که د ټاکنو کمېسيون ورته اسانتيا برابره نه کړي، موږ د ټاکنو کمېسيون ولایتي دفتر ته قلف واچوو.))

د شمېرو له مخې، د پخوانيو ټاکنو پر مهال په دغه ولايت کې ۱۸۶ مرکزونه فعال وو، خو اوس دا شمېر ۱۹۲ ته رسېدلی مګر د لاريون کوونکو نيوکه دا ده چې د دغو مرکزونو ځايونه د اړتيا له مخې نه دي ټاکل شوي.

په همدې حال کې د خوست د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفتر رييس عبدالرحمن محبت نه يواځې په ټاکنو کې د سياسي کسانو مداخله نه مني، بلکې وايي چې خپل کارونه يې په ډېر ښه ډول ترسره کړي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې د نوم ثبتونې او رای ورکولو مرکزونه د دوی د مرکزي دفتر له لوري ټاکل شوي چې له همدې کبله فکر نه کوي د کومو مشخصو کسانو په خوښه دې ټاکل شوي وي.

هغه زياته کړه: ((موږ ته هېچا د مداخلې سپارښتنه نه ده کړې. مرکزونه قومي مشرانو، ديني عالمانو له ولسوالانو سره يو ځای سروې کړي وو او بيا معلومات مرکز ته لېږلي وو.)) You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.