Language

په کلا زال ولسوالۍ کې د نښتو له امله سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي

 کندوز(پژواک، ١٢ غويى ٩٧): د کندوز ولايت د کلا زال ولسوالۍ په مرکز کې د نښتو له امله    سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې او اوسمهال ددغه ولايت په ابدان دښته کې په ناوړه حالت کې ژوند کوي.

د کندوز ولايتي شورا د ادعا له مخې، تېره شنبه طالبانو د کلا زال ولسوالۍ د مرکز اق تپې سيمې بېلابېلو برخو باندې بريد کړى چې په پايله کې يې څو کلي چې اق تپه بازار هم په کې دي، د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د ولايتي شورا غړي امين الله ايدين چې په ابدان سيمه کې يې پر بې ځايه شوو د مرستو وېشلو مراسمو کې ګډون کړى، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کۍ څه باندې زر کورنۍ بې ځايه شوې چې په ډېر بد حالت کې ژوند کوي.

د کندوز دغه ځايي چارواکي زياته کړه چې د څو ورځو په تېرېدو سربېره هم تر اوسه پورې امنيتي ارګانونو د بې ځايه شوو سره مرسته نه ده کړې.

ايدين وويل:((څه باندې زر کورنۍ د کندوز بېلابېلو سيمو ته بې ځايه شوې دي، د ابدان دښتې د خلکو وضعيت سخت د اندېښنې وړ دى، تر سوځنده لمر لاندې ژوند کوي.))

له بلې خوا په ياده سيمه کې بې ځايه شوي چې په سخته ګرمۍ کې ژوند کوي، دولت د خلکو د امنيت په نيولو کې په ناتوانۍ تورنوي او له دولت څخه سوله غواړي.

شپېته کلن حاجي نظر محمد چې تر يوه کوچنۍ خېمه لاندې د خپلې کورنۍ له ١٢ غړو سره په ابدان دښته کې شپې ورځې تېروي، ادعا کوي چې سيمه يې طالبانو نيولې او دولت هم د هاوان مرميو په توغولو سره د دوى کورونه نړوي.

نظر محمد په اوښلنو سترګو پژواک ته وويل:((نور راته څه نه دي پاتې، در په در يوو، يوازې همدا ماشومان مې را اېستلي دي، نور هر څه پاتې دي، سړکونه پر ماينونو پوښلي، کورونه مې له منځه تللي، له دولته مرسته غواړو.))

 د کلا زال د افغان مزار سيمې اوسېدونکي الله بيردي چې د نښتو له امله له خپلې کورنۍ سره ابدان دښتې ته راغلى، پژواک ته وويل چې د جګړې په ترڅ کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د جګړې د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرل.

بيردي زياته کړه:((ماشومان مو ناروغان دي، له دولت څخه د مرستې غوښتنه کوو، لا مو هم چا لاس نيوى نه دى کړى.))

له بلې خوا د کندوز والي وياند پژواک ته تاييد کړه چې څه باندې٩٠٠ کورنۍ د نښتو له امله له کلازال ولسوالۍ څخه بې ځايه شوې دي.

سرچينې زياته کړه چې ځايي چارواکو د بې ځايه شوو د سروې لپاره څلور ډلې ګومارلې چې له پايلو څرګندېدو وروسته به له يادو کورنيو سره مرستې وشي.

login or register a new account.