Language

د کندوز-کابل او غزني-پکتيکا لويې لارې د ترافيکو پرمخ تړل شوې دي

کندوز-غزني(پژواک،١٥غويى٩٧):اعتراض کوونکو د کندوز-کابل او وسله والو طالبانو د غزني-پکتيکا لويې لارې د ترافيکو پرمخ تړلې دي.

د کندوز ښار د سه درک سيمې لسګونو اوسېدونکو نن له غرمې وروسته په همدې سيمه کې د کندوز-کابل لويه لار د ترافيکو پرمخ وتړله.

د دې کسانو له ډلې څخه حبيب الرحمن د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومتي چارواکو د يو شمېر نورو کسانو په ملتيا د دوى ٢٣ جريبه ځمکه غصب کړې ده.

هغه وايي: (( حکومت زموږ ځمکه غصب کړې موږ خپله ځمکه بېرته غواړو.))

دغه راز يو بل اعتراض کوونکي احمد رحيم پژواک ته وويل چې د يادې موضوع په اړه دوى څو ځلې قوماندانۍ، د ولايت مقام او عدليې رياست ته مراجعه کړې، خو چا يې غږ نه دى اورېدلى.

هغه وايي:(( که زموږ ځمکه بېرته رانه کړي، موږ خپلو اعتراضونو ته ادامه ورکوو او دغه لار به د ترافيکو پرمخ تړلې وي.))

خو بل لورته دکندوز د والي وياند نعمت الله تيموري بيا وايي چې دغه ځمکه د محکمې د پرېکړې له مخې حکومت ته ورکول شوې ده.

هغه وايي: (( په دې ځمکه د حکومت او د سه درک د خلکو ترمنځ لانجه وه، مسئله محکمې ته لاړه، محکمې د حکومت په نفع فيصله کړه.))

تيموري وويل چې د دې خلکو اعتراض بې ځايه دى او امنيتي ځواکونه سيمې ته ورغلي ترڅو لار د ترافيکو پرمخ پرانيزي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو د غزني-پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پرمخ تړلې ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې طالبانو د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د غزني-پکتيکا لويه لار تړلې ده.

هغه وايي چې د لارې د خلاصون په موخه عمليات پيل شوي او دا مهال د اورزو په سيمه کې جګړه روانه ده.

login or register a new account.

Related Topics