ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
خوست کې چاودنې ۱٧ کسان وژلي او ۳٤ نور ټپیان دي

خوست کې چاودنې ۱٧ کسان وژلي او ۳٤ نور ټپیان دي

author avatar
6 May 2018 - 16:28
خوست کې چاودنې ۱٧ کسان وژلي او ۳٤ نور ټپیان دي
author avatar
6 May 2018 - 16:28

تعقيبي- خوست ښار (پژواک، ١٦غويی ٩٧): د خوست ښار د نوم ليکنې پر يو مرکز د چاودنې له امله د يوې ښځې په ګډون ١٧ کسان وژل شوي او ٣٤ نور ټپيان دي.

نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د خوست ښار د يعقوبيو اډې په جومات کې دننه چې د نوم ليکنې مرکز هم دى، چاودنه وشوه.

د خوست د امنيې قوماندانۍ سرپرست سمونوال عبدالحنان ځدراڼ د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې ٣٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو هغه په دې اړه يې نور جزئيات وړاندې نه کړل.

بل لور ته د خوست د عامې روغتيا مرستيال ګل محمدالدين منګل پژواک ته وويل چې له دې چاودنې ١٧ مړي او ٣٤ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

دا په داسې حال کې د چې په وژل شوو کې يوه ښځه هم ده، چې ويل کېږي د ټاکنو کمېسيون کارکوونکې ده.

دغه بريد ولسمشر محمد اشرف غني او مخکيني ولسمشر حامد کرزي په کلکو ټکو غندلى دى.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله راغلي چې تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام او پر سپېڅلو ځایونو د بریدونو په لړ کې نن په خوست کې کې د ترهګريز بريد په پايله کې يو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واړوله.

ولسمشر ويلي چې د افغانستان دښمنان د دغه وړ تروریستي بریدونو په ترسره کولو سره پر ولسواکۍ، مدني حقونو او فردي ازادیو زموږ د خلکو باور نه شي کمزوری کولی او نه هم د ټاکنو ملي بهیر ګډوډولی شي.

نوموړي د دغه ترهګریز برید د غندلو ترڅنګ امنیتي مسوولینو ته د نوم لیکنې مرکزونو د لا ښه امنیت د تأمین او د دغه ترهګریز برید د ارزونې او د قانون منګولو ته د عاملینو د سپارلو لارښوونه کړې ده.

له بلې خوا، مخکينى ولسمشر حامد کرزى هم دغه بريد بشري ضد جنایت او د افغانستان د دښمنانو او هغو پردیو لاسونو کار بولي چې نه غواړي افغانان پر خپلو پښو ودرېږي، له پردي استعمار څخه خلاص او د سولې او ثبات خاوندان شي.

ده دغه خبرې په هغې خبرپاڼه کې کړي چې د کرزي له دفتر څخه پژواک اژانس ته رالېږل شوې ده.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.