غزني ښار (پژواک، ١٦ غويی ٩٧): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې له امله د غزني- پکتيکا لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د اندړو ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې شوې دي.
د هغه په وينا، د تېرې شپې په جګړه کې ١٤ طالبان او يو د ملي اردو سرتېری وژل شوي او اته طالبان او پنځه سرتېري ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: ((جګړه اوس پاى ته رسېدلې خو بيا هم د نښتې وېره شته.))
نوري وايي چې وسله والو طالبانو له تېرو درېيو ورځو راهيسې د غزني- پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
ده وويل: ((طالبانو قير سړک دوه ځايه اړولى، څو مرستندوی ځواکونه د نورو ځواکونو مرستې ته ور نه شي چې له همدې امله لار هم بنده ده.))
دى وايي چې امنيتي ځواکونو هلې ځلې پيل کړې څو دغه لاره بېرته د خلکو پر مخ خلاصه کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د اندړو د خانې بابا سيمې اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د غزني- پکتيکا لويه لار تړل شوې ده.
هغه وايي: ((بېګاه ټوله شپه زموږ په سيمه کې جګړه وه، که مو تر سهاره خوب کړى وي.))
د ده په وينا، د شپې د هاوان څو مرمۍ په کلي کې لګېدلې خو چا ته يې زيان نه دى اړولى.
بل لور ته طالبان هم دغه جګړې تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو د غزني- پکتيکا لويه لار د پوځي موټرو پر مخ تړلې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP