Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار د خاکرېز او شاولیکوټ زرګونه ماشومان د پولیو له واکسینه پاتې دي

کندهار (پژواک، ۱۷ غویی ۹۷): په کندهار کې نن د پولیو واکسین پنځه ورځنی کمپاین په داسې حال کې پیل شو چې د دې ولایت د دوو ولسوالیو خاکرېز او شاولیکوټ زرګونه ماشومان له دغه واکسین څخه بې برخې دي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره میاشت په کندهار کې څه له پاسه ۵۵۱ زره ماشومان واکسین شوي، خو لا هم څه له پاسه ۳۳ زره ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د پولیو له واکسین څخه پاتې دي.

هغه زیاته کړه، د دغو ماشومانو ډېره برخه د کندهار د شمالي ولسوالیو خاکرېز او شاولیکوټ اوسېدونکي دي چې د ناامنیو او نورو ستونزو له امله په کې د پولیو واکسیناسیون له خنډ سره مخامخ دی.

دی وايي، له دې سربېره د عامې روغتیا ریاست د خپلو نړیوالو شریکانو په ملتیا په کندهار ښار او ولسوالیو کې جدي هڅې پیل کړي چې د ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي مبارزه چټکه او اغېزناکه کړي.

هغه په دې برخه کې د والدینو تر څنګ د ټولنې د مخورو او دیني عالمانو رول مهم وګاڼه او ویې ویل، همدا اوس شاوخوا ۴۰۰ ملا امامانو ته د پولیو د واکسین د ارزښت په اړه عامه پوهاوی ورکول کېږي.

د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب وویل، د دغه ولایت ماشومان په جدي توګه د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دي او دوی هڅه کوي د مخنیوي لپاره یې له اړوندو بنسټونو سره خپله همکاري ډېره کړي.

په روان زېږدیز کال کې په کندهار کې د پولیو د پېښو شمېر ۴ ته رسېدلی او دغه ولایت د ماشومانو لپاره د نړۍ تر ټولو له خطره ډکه سیمه ګڼل شوې ده.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست اړوند د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالشکور نصرت پژواک ته وویل، د پولیو وروستۍ پېښه هم د دې ولایت د خاکرېز ولسوالۍ په باغکې سیمه کې ثبت شوې ده.

هغه زیاته کړه، دا په روان ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د پولیو څلورمه پېښه ده چې په کندهار کې رامنځته کېږي.

نوموړي د کندهار شاولیکوټ، میانشین، خاکرېز، نېش او غورک هغه ولسوالۍ یادې کړې چې له تېرو اتو نهو میاشتو راهیسې په کې د پولیو د واکسین کمپاین نه و شوی چې له امله یې تر ټولو ډېرې پېښې په شاولیکوټ کې رامنځته شوې دي.

ده خبر ورکړ چې په دې اړه د سیمې د مخورو په وساطت له وسله والو سره خبرې شوې او تمه ده چې په خاکرېز او شاولیکوټ کې هم د پولیو د واکسیناسیون اجازه تر لاسه شي.

نوموړى له دولتي چارواکو، وسله والو مخالفینو او خلکو غواړي چې په ګډه لاس سره ورکړي څو تر هر ماشوم پورې د پولیو واکسین ورسول شي او ژوند یې له خطر څخه وژغورل شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.