Language

لوګر کې یو ښوونځی چې د نوم لیکنې مرکز هم دی، چاودنې زيانمن کړى

پل علم (پژواک، ١٧ غويی ٩٧): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه په مرکز پل علم کې يو ښوونځى چې د نوم ليکنې مرکز هم و، پر بمونو الوځولى دى.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د غويي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وختي وسله والو طالبانو د مرکز اړوند د کډوالو ښارګوټي ښوونځى پر بمونو الوځولى دى.

هغه وايي چې د دې پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

دغه راز د لوګر د پوهنې رياست وياند محمد شاپور عرب هم پژواک ته وويل چې دغه ښوونځی په بمونو الوځول شوى دى.

هغه وايي: ((په ښوونځي کې د نوم ليکنې مرکز و  او ١١ سوه شاګردانو په کې درس وايه، خو ښه دى چې چاودنه سهار وختي شوې او چا ته په کې زيان نه دى اوښتی.))

عرب زياتوي چې د دې چاودنې له امله نن ښوونځى د زده کوونکو پر مخ تړلى دی.

د سيمې يوه اوسېدونکي جميل هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې امنيتي ځواکونو ښوونځى کلابند کړى او زده کوونکي ښوونځى ته نه دي تللي.

دى وايي چې په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه اوښتى خو د ښوونځي ښيښې ماتې شوې او دېوالونه يې هم زيانمن شوي دي.

د يادونې ده، تېره ورځ په خوست ولايت کې په يو جومات کې دننه چې د نوم ليکنې مرکز هم و، چاودنه وشوه چې په ترڅ کې يې ١٧ کسان و وژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.