پلخمري (پژواک، ١٨ غويی ٩٧): د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ له سختې جګړې وروسته د بغلان ولايت تاله برفک ولسوالۍ طالبانو ونيوه.
د بغلان د ولايتي شورا غړي شمس الحق بارکزي د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا دوه ساعته وړاندې وسله والو طالبانو له څلورو لورو پر تاله برفک ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړل.
هغه وايي چې د دغو بريدونو له امله د دغه ولايت دولتي چارواکي د پروان د غوربند ولسوالۍ درو ته تللي او ولسوالۍ طالبانو نيولې ده.
د بارکزي په وينا، په دې جګړه کې دواړه لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
بل لور ته د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع بيا پژواک ته وويل چې ولسوالۍ تر اوسه نه ده سقوط شوې.
هغه وايي: ((نورو پوستو سقوط کړى خو يواځې يوه پوسته ده چې مقاومت کوي، نو ويلى شو چې ولسوالۍ سقوط نه دى کړى.))
د شجاع په وينا، له کابل او نورو ځايونو دوى د مرستندويه ځواکونو او الوتکو غوښتنه کړې خو تر اوسه ورته نه دي رسېدلي.
وسله وال طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې نن له غرمې وروسته درې بجې طالبانو د تاله برفک ولسوالۍ امنيې قوماندانۍ او د ولسوالۍ مرکز نيولي دي.
هغه وايي چې په دې جګړه کې ګڼ شمېر امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او وسلې او مهمات يې طالبانو ترلاسه کړي دي.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
د يادونې ده، په تېر يو نيم کال کې دا څلورم ځل دى چې وسله وال طالبان د تاله برفک ولسوالۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي.
login or register a new account.