ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار خلک د ولايتي شورا د غړو له نا سوبتيا شکايت کوي

د تخار خلک د ولايتي شورا د غړو له نا سوبتيا شکايت کوي

author avatar
8 May 2018 - 14:55
د تخار خلک د ولايتي شورا د غړو له نا سوبتيا شکايت کوي
author avatar
8 May 2018 - 14:55

تالقان (پژواک، ١٨ غويی ٩٧): د تخار اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې د دغه ولایت ولایتي شورا په دفتر کې د استازو د ناسوبتیا له امله موکلین د اړوندو کارونو لپاره تر اوونيو انتظار کوي.

دوی وايي، هره ورځ د ولایتي شورا دفتر ته ګڼ شمېرخلک ورځي چې له وکيلانو سره خپلې ستونزې شريکې کړي، خو ان په اوونيو کې خپل استازي نه شي موندلی.

د اړوندې موضوع په اړه د تالقانو د اهندرې سیمې اوسېدونکی ۵۰ کلن عبادالله چې د ولایتي شورا دفتر ته مخامخ د عمومي سړک پر غاړه ناست و، پژواک ته وويل، دوه ورځې کېږي چې د شورا له یوه استازي سره کار لري، خو نه یې شي موندلی.

هغه وویل چې په ټاکنو کې يې استازي ته رایه ورکړې، خو اوس چې یې په ‌يوه کار کې د مرستې لپاره ورځي، نه یې شي موندلى.

عبادالله وایي: ((د ولایتي شورا له وکيل سره مې کار دی، دوه ورځې کېږي چې ورته په تمه یم، چې ټيلېفون ورته کوم وايي درځم، خو ورځ راباندې د ولایتي شورا مخې ته شپه شي او دى نه راځي.))

د هزار سموچ ولسوالۍ اوسېدونکی غلام حیدر هم د عمومي سړک پر غاړه د ولایتي شورا د دفتر دېوال ته تکيه کړې وه او په کومه دولتي اداره کې د کار د خلاصون په موخه پاڼې ورسره وې.

حيدر پژواک ته وويل چې په ملي اردو کې یې د وژل شوي ورور د اکرامیې اخیستلو لپاره د ولایتي شورا د استازي تایید ته له درېيو ورځو منتظر دى.

نوموړي زياته کړه، هره ورځ چې د يادې شورا دفتر ته ورځي، ساتونکي ورته وايي چې څوک نشته او بيا تر مازدیګره د دفتر مخې ته انتظار کوي.

هغه وويل: ((ورور مې دوه کاله په ملي اردو کې وطن ته خدمت وکړ، درې بچیان یې پاتې دي، اوس چې یې د اکرامیې اخیستلو کوشش کوم، نا هیلى شوی یم، د ولایتي شورا غړي نه پیدا کېږي چې تاییدي یې واخلم.))

په تالقانو کې د مدني ټولنې غړی منیراحمد هدف وايي چې د ټاکنو له را نږدې کېدو سره د ولایتي شورا د غړو ناسوبتیا ډېره شوې او استازي په کمپاینونو بوخت دي.

د هدف په خبره، داسې استازي هم شته چې په اونیو او میاشتو هم دفتر ته نه ورځي او په خپلو شخصي او ګوندي چارو لګيا دي.

دی زیاتوي: ((د ولایتي شورا د استازو نا سوبتیا ډېر خلک له ستونزو سره مخ کړي، مخکې تر دې هم دوی په خپلو ډله ییزو، ګوندي او شخصي چارو بوخت وو، خو اوس په ټاکنیزو کارونو کې مصروف دي او ځيني يې ان په نا مستقیمه توګه د خوښې وړ احتمالي نوماندانو ته کمپاینونه هم کوي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.