ښرنه (پژواک، ١٨ غويی ٩٧): د پکتيکا په سرروضې ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه بريد کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د سرروضې ولسوالۍ اوسېدونکي نور حسن د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دوى کور ته نږدې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وکړ.
هغه وايي چې په دغه بريد کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، پوستې سقوط کړى او طالبانو د يادو سيمه ييزو پوليسو وسلې او مهمات هم له ځان سره وړي دي.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين هم ياده پېښه تاييد کړه خو د مرګ ژوبلې په اړه يې له څه ويلو ډډه وکړه.
بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د سرروضې ولسوالۍ په سرروضې سيمه کې د سيمه ييز پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
مجاهد په دې جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
د يادونې ده، تېره ورځ د پکتيکا په برمل ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې وه چې په ترڅ کې يې ٢٧ طالبانو او دوه امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP