ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د البېروني پوهنتون د کرنې پوهنځي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

د البېروني پوهنتون د کرنې پوهنځي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

author avatar
9 May 2018 - 17:27
د البېروني پوهنتون د کرنې پوهنځي ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
author avatar
9 May 2018 - 17:27

محمودراقي(پژواک،١٩غويى٩٧):په کاپيسا کې د څه باندې اووه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت دالبېروني پوهنتون دکرنې پوهنځي لپاره جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ نن د غويي په ١٩مه د لوړو زده کړو د وزير نجيب الله خواجه عمري له لوري ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

خواجه عمري وويل چې د پوهنتونونو د اړتياوو پوره کولو په موخه يې جدي هلې ځلې پيل کړې دي.

ده وويل: (( هر پوهنتون چې کومه ستونزه ولري موږ سره دې شريک کړي موږ کوښښ کوو چې حل يې کړو.))

دغه راز په دې غونډه کې د البيروني پوهنتون رييس ضياالرحمن رويين وويل چې د دې پوهنتون د کرنې پوهنځي لپاره د ودانۍ جوړېدو چارې درې کاله وړاندې پيل شوې وې.

هغه وايي چې په دغې دوه پوړيزه ودانۍ څه باندې اووه سوه زره امريکايي ډالره لګول شوي او په  اساسي ډول جوړ شوې ده.

د ياد پوهنځي يو تن محصل تميم پژواک ته وويل: (( پخوا مو د عمومي ریاست تر څنګ په نورو خونو کې تدریس کاوه، دا نوې ودانۍ په ښه ډول جوړه شوې ده، تدریسي اړتیاوې پوره کوي، د عملي زده کړو لپاره هم ښه جوړښت لري ،چې محصلان د تیوري تر څنګ عملي زد کړې هم په یاده ودانۍ کې تر سره کولی شي.))

د یادونې ده چې البیروني پوهنتون په ۱۳۷۶ کال کې جوړ شوى او تر دې دمه نهه پوهنځي لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.