ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
د خوست والي د بي بي سي خبريال احمدشاه د قاتلينو د نيولو خبر ورکړ

د خوست والي د بي بي سي خبريال احمدشاه د قاتلينو د نيولو خبر ورکړ

author avatar
10 May 2018 - 11:45
د خوست والي د بي بي سي خبريال احمدشاه د قاتلينو د نيولو خبر ورکړ
author avatar
10 May 2018 - 11:45

خوست ښار (پژواک، ۲۰ غويی ۹۷): د خوست والي وايي چې په دغه ولايت کې د بي بي سي خبريال احمدشاه په وژلو کې ښکېل کسان نيول شوي او ډېر ژر به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.

والي حکم خان حبيبي چې نن (د غويي ٢٠مه) یې په خوست کې د ټاکنو د عامه پوهاوي يوې غونډې ته خبرې کولې، وويل چې د احمدشاه او همدارنګه د يعقوبيو اډې پر جومات د بريد عاملين نيول شوي دي.

نوموړي په دې اړه ډېر جزئيات ور نه کړل، خو ويې ويل چې د دې دواړو پېښو د نيول شوو عاملينو دوسيې به تر لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ورسپاري او خپله سزا به وويني.

په خوست کې د بي بي سي خبريال احمدشاه تېره اوونۍ په خوست ښار کې داسې مهال د دوو موټرسايکل سپرو له لوري ووژل شو چې پر بايسکيل کور ته پر لاره و.

احمدشاه له تېر يو کال راهيسې په سوېل ختيځو ولايتونو کې د بي بي سي راډيو ټلوېزيون او انلاين لپاره د خبريال په توګه دنده ترسره کوله.

ظاهراً د هغه د وژنې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

همدارنګه د يعقوبيو اډې په جومات کې د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې پر يوه مرکز بريد کې چې څلور ورځې وړاندې وشو، لږ تر لږه ۱۷ کسان ووژل شول او ۳۶ نور ټپيان وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.