پلخمري (پژواک، ٢٢ غويی ٩٧): ديني عالمانو په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې پر ليکو ټينګار وکړ او ويې ويل چې بايد له دې کلمې سره مخالفت ونه شي.
د بغلان په مرکز پلخمري کې د غويي په ٢٢مه لسګونو دیني عالمانو د سیرت نبي ص په نوم جوړې شوې غونډه کې د هېواد پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وکړ.
په دې غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو مرستیال مولوي عبدالحکیم منیب وویل چې ديني عالمان پر حساسو موضوعاتو د نيوکو پر ځاى بايد د اصلاح لپاره کار وکړي.
هغه د چا د نوم له اخيستو پرته وويل: ((په افغانستان کې ځینو مشرانو د قوم پالنې په نوم له سیاست څخه تجارت جوړ کړی چې دغه کار د هېواد په ګټه نه ده.))
نوموړي پر ديني عالمانو ټينګار وکړ چې له داسې څرګندونو لاس پر سر شي چې په هېواد کې تعصب زېږوي.
مولوي منیب وویل: ((ځیني کسان په الکترونکي تذکرو کې د افغان له کلمې سره هم ضد لري او دغه کلمه یواځې د پښتون لپاره د نسب په معنا ګڼي چې تېروتي او په حقیقت کې افغان کلمه پښتو نه ده او دغه کلمه له فارسي او عربي ژبو جوړه شوې چې باید ټول یې ومنو.))
مولوي منیب پر وسله والو طالبانو هم غږ وکړ چې د بهرنیو د پاتې کېدو لپاره دې جګړې دوام ته لمن نه وهي، سوله دې وکړي څو بهرنیو ځواکونو ته په افغانستان کې د پاتې کېدو پلمه پاتې نه شي.
غونډې ته له کابله ورغلي بل ديني عالم مولوي فضل الرحمن هم د دولت په مقابل کې له ولاړو ډلو غوښتنه وکړه چې را روانو ټاکنو پر وړاندې د خنډ له پیدا کولو ډډه وکړي څو ټاکنې په ارامه فضا کې ترسره شي.
ده هم له وسله والو غوښتنه وکړه چې له جګړې لاس واخلي او موخې ته د رسېدو لپاره په راتلونکي ټاکنو کې ګډون وکړي.
د غونډې په پاى کې د بغلان والي عبدالحي نعمتي وویل دیني عالمان د افغان حکومت څراغونه دي او که دغه څراغونه نه وي حکومت ړندیږي.
والي زیاته کړه چې بغلان کې هر دیني عالم ته درنښت شوی او له دیني عالمانو غواړي چې د جمعې له لمانځه وړاندې ویناوو کې خلک سولې او په ټاکنو کې برخې اخیستو ته را وبولي.
د بغلان والي له حکومته د دیني عالمانو د ملاتړ ستاینه وکړه او له ټولو دیني عالمانو یې وغوښتل چې د سمتي او ژبنیو توپیر کوونکو پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي.
login or register a new account.