پل علم (پژواک، ۲۳ غویی ۹۷): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په مرکز پل علم کې د نوم ليکنې پر يوه مرکز بريد کړى دى.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې وسله والو طالبانو د مرکز اړوند د پښتون اباد په سيمه کې د نوم ليکنې پر يوه مرکز بريد وکړ.
هغه وايي چې د طالبانو بريد د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوى خو يو پوليس په دې پېښه کې وژل شوى دى.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د پښتون اباد سيمې د نوم ليکنې مرکز دا مهال د خلکو پر مخ تړل شوى دى.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي ناظم پژواک ته وويل: ((نهه بجې به وې چې د ډزو غږ شو، کله چې خبر شوو د نوم ليکنې پر مرکز بريد شوى و خو اوس جګړه نشته او سيمه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده.))
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم په کابل، لوګر، خوست او ځينو نورو ولايتونو کې د نوم ليکنې پر مرکزونو بريدونه شوي چې له امله يې خلک اندېښمن دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP