Language

د غزني د مرکز اړوند د شالېز خلکو له خپلې سیمې طالبان په زور ایستلي

غزني ښار (پژواک، ٢٤ غويى ٩٧): د غزني ښار د شالېز سيمې اوسېدونکو وسله وال طالبان له خپلې سيمې په زور وتلو ته اړ کړي بلخوا بیا د دغه ولايت په ځينو نورو سيمو کې جګړې هم شوې چې مرګ ژوبله لري.

د غزني ښار د شالېز سيمې اوسېدونکي نعيم الله د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو لسو ورځو راهيسې د دوى په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه روانه وه.

هغه وايي: ((نن سهار د کلي څو مشران طالبانو ته ورغلل چې نور دلته جګړه بنده کړئ، خو طالبانو دغه مشران ووهل چې بيا وروسته د کلي خلک را ټول شول او طالبان يې په زور له دې سيمې و ايستل.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، خلکو د طالبانو په ايستلو کې له کومې وسلې کار نه دى اخيستى.

په دې اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري هم پژواک ته وويل چې د شالېز خلکو طالبان په زور له خپلې سيمې ايستلي دي.

خو بل لور ته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې شالېز د جګړې سيمه نه ده او هلته طالبان نشته دي.

دغه راز نوري دا هم وويل چې تېره شپه په اندړو، رشيدانو او قره باغ ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې شوې دي.

هغه وايي چې په دې جګړو کې څلور امنيتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

ده زياته کړه چې په دې جګړو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې کره شمېره نه معلومه.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي چې د غزني د تېرې شپې په جګړو کې طالبانو امنيتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او يو ټانګ يې هم ورته سوځولى دى.

د يادونې ده، په اندړو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې له امله له تېرو ١١ ورځو راهسې د غزني- پکتيکا لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.