Language

د لوګر په څرخ کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي

پل علم (پژواک، ٢٤ غويى ٩٧): د لوګر چارواکي وايي چې په څرخ ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه بريد کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د څرخ ولسوالۍ په خواجه اسماعيل سيمه کې د ملي اردو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

ده وويل چې په پېښه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه په ډاګه نه ده.

په دې اړه د خواجه اسماعيل سيمې قومي مشر سيد بريالي اغا پژواک ته وويل چې تېره شپه څلور ساعته د دې سيمې پر پوستې جګړه وه.

هغه وايي چې پوسته طالبانو ونيوه، د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته او وسلې او مهمات يې طالبانو له ځان سره وړي دي.

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د څرخ په خواجه اسماعيل سيمه کې طالبانو د ملي اردو پر پوستي بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د ملي اردو ١٠ سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي او وسلې او مهات يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

څرخ د مرکز پل علم سوېل ته په ٢٩ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې ډېری سيمې یې له وسله  والو طالبانو سره دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.