Language

د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژل شوی

ښرنه (پژواک، ٢٤ غويى ٩٧): د پکتيکا په وړممۍ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله يو قومي مشر وژل شوى او اووه نور عام وګړي ټپيان شوي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين د غويي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ناوخته د وړممۍ په ولسوالۍ کې پر قومي مشر عبدالحي د ماين چاودنه وشوه.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې عبدالحى وژل شوى او اووه نور عام وګړي ټپيان شوي دي.

دغه راز د دې ولسوالۍ اوسېدونکي سيد نور پژواک ته وويل چې دغه ماين د دې ولسوالۍ په يو ټيلېفون خونه کې ځاى پر ځاى شوى و.

هغه وايي: ((قومي مشر عبدالحي غوښتل چې له دې پي سي او څخه بل ځاى ته ټيلېفون وکړي چې ماين پرې چاودنه وکړه او ځاى پر ځاى ووژل شو.))

سيد نور زياتوي چې قومي مشر عبدالحي له هېچا سره دښمني نه لرله او خلک يې پر وژل کېدو سخت خواشيني دي.

د يادونې ده، وړممۍ د ښرنې لوېديځ ته پرته سرحدي ولسوالۍ ده چې له تېرو ۱۵ کلونو را په دېخوا يې ټولې غځېدلې لارې د وسله والو طالبانو له لوري تړل شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.