Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په سرپل او سمنګان کې د سيلابونو له امله لس تنو ژوند له لاسه ورکړی

سرپل-ايبک (پژواک،۲۴غويی۹۷):په سرپل او سمنګانو کې د سېلابونو له امله لس تنو ژوند له لاسه ورکړی، پنځه ماشومان لادرکه دي او تر دوه سوه ډېر کورونه نړېدلي دي.

د سرپل له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر انجنير عزيز احمد ايماق پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ياد ولايت په صياد ولسوالۍ کې د سيلابونو له امله، څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه ماشومان لادرکه دي.

نوموړي دغه راز وويل چې د سرپل د مرکز په امام کلا سيمه او د نوموړي ولايت په صياد ولسوالۍ کې د سيلابونو له امله، شاوخوا ۲۰۰څاروي له منځه تللي او کابو ۱۵۰کورونه زيانمن شوي دي.

ده زياته کړه، سيلابونو کرنيزې ځمکې هم تخريب کړي، خو مساحت به يې له سروې وروسته معلوم شي.

نوموړي دغه راز وويل چې له زيانمنو کسانو سره د مرستې په اړه به د دغه ولايت د بېړنيو حالاتو لپاره د چمتووالي کمېټې په ناسته کې پرېکړه وشي.

په ورته وخت کې د امام کلان سيمې اوسېدنکي فيض الله چې د سيلابونو له امله يې کور وران شوی، له حکومت څخه وغوښتل چې له سيلاب ځپلو سره دې مرسته وکړي.

دغه راز د سمنګانو ځايي چارواکي وايي چې په نوموړي ولايت کې د سيلابونو له امله د يوې کورنۍ شپږو غړو ژوند له لاسه ورکړی او يو شمېر کورونه هم تخريب شوي دي.

د سمنګانو ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې مشر رجب علي يوسفي وويل چې دغه سيلابونه نن غرمه ۱۲بجې د ايبک ښار په مجاهد کارته سيمه کې راوتلي دي.

د نوموړي په وينا، په دغو سيلابونو کې تر اوسه د يوه کور شپږ غړي (يو نارينه، يوه مېرمن، يوه ځوانه نجلۍ او درې ماشومان) مړه شوي دي.

نوموړي په داسې حال کې وويل چې ښايي د مړو او ټپيانو شمېر تر دې هم لوړ شي، زياته يې کړه چې د نوموړي رياست د سروې ټيم سيلاب ځپلې سيمې ته تللی او سروې يې پيل کړې ده.

له طبيعي پېښو سره د مبارزې د رييس په خبره، تېر مازيګر د سمنګانو د مرکز  ايبک په ژوندون دره کې سيلابونه راوتلي چې له امله يې د ۷۰ کورونو ځينې برخې تخريب شوې، د سلګونه جريمه ځمکو محصولات يې له منځه وړي او لسګونه کيلومتره سړک او د اوبو ويالې يې تخريب کړې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.