ښرنه (پژواک، ٢٤ غويى ٩٧): د پکتيکا د درېيو ولسواليو اوسېدونکو د دغه ولايت د مقام مخې ته د اعتراض خېمه درولې او وايي که چېرې ولسواليو ته يې جدي پاملرنه ونه شي نو د وسله والو مخالفينو په لاس به سقوط وکړي.
د وړممۍ، وازې خوا او تروې ولسواليو اوسېدونکي د غويي ٢٤مه وروسته له هغه خېمه ودروله چې تېره ورځ په وړممۍ ولسوالۍ کې قومي مشر عبدالحى په يوه چاودنه کې ووژل شو او اووه تنه نور ټپيان شول.
د دې خلکو په استازيتوب ملک ظاهر وويل چې تېر کال د عبدالحي په هلو ځلو دغه درې ولسوالۍ له سقوطه وژغورل شوې.
د هغه په وينا، د دې ولسواليو لارې له مرکز سره تړل شوې، مخابراتي شبکې په کې کار نه کوي، د خوراکي توکو بيې په کې لوړې دي او امنيتي ستونزې هم ډېرې دي.
نوموړي زياتوي که چېرې حکومت دې ولسواليو ته جدي پاملرنه ونه کړي نو ډېر ژر به سقوط وکړي.
دغه راز د وازې خوا ولسوالۍ اوسېدونکی منظم خان وايي چې وازې خوا، تروې او وړممۍ ولسوالۍ د حکومت له لوري نه، بلکې د خلکو له لوري ساتل شوې دي.
هغه وايي: ((درې سوه عسکر د دې ولسواليو د امنيت لپاره ګومارل شوي خو يو هم نشته دى، معاشونه يې نور په جېبو کې اچوي.))
همدارنګه يو بل قومي مشر ملک تور وويل چې د امنيت په ګډون د دې ولسواليو هېڅ برخې ته کار نه دى شوى.
يادو کسانو ويل تر هغه به يې د اعتراض خېمه د ولايت په مخ کې ولاړه وي څو يې ستونزو ته رسېدنه وشي.
د يادو څرګندونو په اړه د پکتيکا والي الياس وحدت پژواک ته وويل چې د دې ولسواليو د اوسېدونکو څرګندونې پر ځاى دي او ډېر ژر به ستونزو ته د رسېدو په موخه کار پيل شي.
والي وويل چې د يادو ولسواليو د لويو لارو د خلاصون په موخه به د ګواشتې سيمه کې پراخ پوځي عمليات هم ترسره کړي.
د يادونې ده، د وړممۍ د تېرې ورځې پېښې ټپيان د لارې بندېدو له امله اوس هم په ولسوالۍ کې دي او مرکز ښرنې ته نه دي انتقال شوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP