مزارشريف (پژواک، ۲۵ غويی ۹۷): د بلخ د استيناف څارنوالۍ مسوولين مني چې په دغه ولايت کې ځينې خلک وسله والو مخالفينو ته د خپلو لانجو د حل لپاره مراجعه کوي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د غويي په ۲۵مه، د استيناف څارنوالۍ له خوا د پوليسو او څارنوالۍ ارګانونو تر منځ د همغږۍ پيدا کېدو لپاره يوه ورځنۍ غونډه وشوه.
په دغه غونډه کې د ولايت د مرکز په ګډون د ولسواليو امنيتي مسوولينو او څارنوالانو هم برخه لرله.
د بلخ د استيناف څارنوالۍ مسوول نورهادي هادي د همدې غونډې په ترڅ کې رسنيو ته وويل، چې لا هم د پوليسو او څارنوالو تر منځ د اړتيا وړ همغږي نشته، چې د همدې ستونزو له امله په ځينو سيمو کې په عدلي او قضايي ارګانونو د خلکو د باور کچه کمه شوې ده.
ده زياته کړه، همدا لامل دی چې د ځينو ناامنه سيمو اوسېدونکو د خپلو لانجو دوسيې په سيمه کې وسله والو مخالفينو ته وړاندې کوي.
خو د ولسواليو څارنوالان وايي چې دغه چاره په ناامنه سيمو کې کله کله پېښېږي.
د چمتال ولسوالۍ څارنوال محمد موسی سخره وويل، خلک په سيمه کې د شته ناامنۍ له امله دغې چارې ته زړه ښه کوي.
نوموړي دا ومنله چې ځينې خلک خپلې دوسيې وسله والو مخالفينو ته د حل لپاره وړاندې کوي؛ خو دا يې پر خلکو د وسله والو مخالفينو د ډار فشار وګاڼه.
بلخوا د ولسواليو امنيتي مسوولين ډاډ ورکوي چې د ناامنه سيمو د امنيت لپاره ګړندۍ هڅې روانې دي.
د چمتال ولسوالۍ جنايي امر هاشم ټکر وويل، دمګړۍ په دغې ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات روان دي او ولس هم له امنيتي ځواکونو سره خواخوږي لري او ملاتړ يې کوي.
د هغه په وينا، د امنيت له راتلو سره سم به هېڅوک خپلې دوسيې وسله والو مخالفينو ته وړاندې نه کړي.
بلخوا د استيناف څارنوالي مسوولين هم کوښښ کوي چې د پوليسو او څارنوالانو تر منځ د همغږۍ پيدا کېدو له لارې هم د ورته ستونزو د حل لپاره لارې ومومي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP