Language

د پلخمري اوسېدونکي: مامورين د تذکرو اخيستو پرمهال راته ستونزې جوړوي

پلخمري(پژواک،٢٥غويى٩٧): د بغلان دمرکز پلخمري يو شمير اوسېدونکي وايي چې دوى غواړي په راتلوونکو ټاکنو کې د ګډون په موخه تذکرې واخلي، خو د اړوندو مامورينو له لوري له ستونزو سره مخ دي.

خو د تذکرو مامورین بیا وايي چې تذکرې د افغانانو هویت دی باید په وېش کې يې له احتیاط څخه کار واخیستل شي.

د پلخمري اوسېدونکي خیر محمد د غویي په ٢٥ مه پژواک خبري اژنس ته وویل، دا درېیم ځل دی چې د تذکرې اخیستو لپاره دغه مرکز ته ورځي، خو مامورین یې له کوم دلیل پرته کار بلې ورځې ته ځنډوي.

ده وویل چې د همدې پلخمري  اوسېدونکی دی او په تېرو ټاکنو کې یې هم برخه اخیستې، خو نن ورته د تذکرو موظف مامورین یوه او بله بهانه کوي.

خیرمحمد زیاتوي، که د تذکرو د ورکړې لړۍ په همدې ډول دوام ولري فکر نه کوي چې ډېر خلک دې ټاکنو کې د برخې اخیستو لپاره تذکرې تر لاسه کړای شي.

دغه راز د پلخمري ښار بل اوسېدونکی شکرالله هم ورته شکایت لري او وايي چې له يوې اوونۍ راهيسې د تذکرې د ترلاسه په موخه سرګردانه دى.

ده وویل:(( که حکومت ریښتیا هم غواړي، ټاکنې بریالۍ واوسي او ډېر خلک په کې برخه واخلي بيا دې د تذکرو د ورکړې دغه سیستم بدل کړي.))

 نوموړي له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غوښته وکړه چې  مسوولې ادارې باید خلکو ته د رايې ورکړې لپاره د تذکرو په اخیستو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د دې ولايت د مرکز يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته شکايتونه درلودل او د حل غوښتنه يې کوله.

بل لورته په ولسي جرګه کې د بغلان استازی محمد عظيم محسني هم وايي چې که د تذکرو د وېش پروسه ساده او ګړندۍ نه شي ډېر خلک به له رايې ورکولو پاتې شي.

محسني هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې د ولسي جرګې غړي د تذکرو د ورکړې پر مامورنيو فشار راوړي، ترڅو يو شمېر کسانو ته تذکرې ورکړي.

هغه زياته کړه: (( هغو کورنيو ته هم بايد په دغه ولايت کې تذکرې ورکړل شي چې د نورو ولايتونو دي، خو په دې ولايت کې اوسيږي، ځکه که دغه کار ونه شي ډېر خلک به له رايې ورکولو څخه پاتې شي.))

login or register a new account.