کابل (پژواک، ٢٧ غويى ٩٧): د ملکي هوایي چلند ادارې ته لارښوونه وشوه چې له افغانستان څخه اروپایي هېوادونو ته د الوتنو ستونزه دې حل کړي.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې د کړنو د ارزونې، راپور او وړاندیزونو اورېدو په مناسبت غونډه جوړه شوه.
سرچينه کاږي، په دغې غونډه کې چې نن سهار په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې رئیس محمود شاه حبیبي د یادې ادارې د کړنو د راپور ترڅنګ د طرحې او راتلونکو پروګرامونو په اړه هم غونډې ته معلومات ورکړل.
سرچينه زياتوي، د یاد راپور له اورېدو وروسته د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې رئیس ته دنده ورکړل شوه چې د ظرفیت لوړولو، معیارونو او د الوتنو مصوونیت په اړه زیات کار او پام وکړي، چې هم په داخل کې او هم بهر ته الوتنې زیاتې او پراخه شي.
د خبرپاڼې په حواله، د غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې د ملکي هوایي چلند خپلواکه اداره باید د تخنیکي ظرفیت لوړولو، د معیارونو پوره کولو او د عملي پلانونو په تطبیقولو سره له افغانستان څخه اروپایي هېوادونو ته د الوتنو ستونزه حل کړي.
په خبرپاڼه کې څرګنده شوې چې د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون سره په ګډه دې د دولتي او خصوصي شرکتونو د کاري مقررې د نهایي کولو په اړه کار وکړي، تر څو د الوتنو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP