کابل (پژواک ٢٧ غويى ٩٧): ولسمشر غني حکم کړى چې مخابراتو شرکتونو ته په مناسبه بيه دولتي ځمکې او ملکيتونه د قوانينو مطابق په واک کې ورکړي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې (اترا) او مخابراتو سکتور له مسوولینو سره په ارګ کې وکتل.
سرچينه کاږي، د مخابراتو سکتور مسوولینو د اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د اړیکو، د مخابراتي شفافو خدمتونو، نوري فایبر پر پراختیا، لا زیاتې پانګونې، د مالیې او فریکونسۍ پر ستونزو، ځمکې او بانکي پورونو ته د لاسرسي په اړه خبرې وکړې.
وروسته د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د جمهور رئیس حکم ولوست چې په کې راغلي و: په مخابراتي سکتور کې د پانګوالو د لا زیاتو هڅولو، مدیریت او د دولتي ادارو له لوري د چارو د لا ښه والي په خاطر لاندې مراتب منظور دي:
· د مخابراتي سکتور د زېربناوو لپاره ځمکو، ملکیتونو او دولتي تاسیساتو ته د ښه لاسرسي په خاطر د ځمکو خپلواکه اداره او مالیې وزارت موظف دي چې په مناسبه بیه دولتي ځمکې او ملکیتونه د اړوندو قوانینو مطابق د مخابراتي شرکتونو په واک کې ورکړي.
· د افغانستان برېښنا شرکت مکلف دی چې له تبعیض پرته د مخابراتو سکتور ته د انرژۍ د رسولو په خاطر د پلور د پالیسۍ مطابق په هغو سیمو کې چې برېښنا شته، د مخابراتي سایټونو برېښنا تامین کړي.
· ټولو امنیتي او ملکي ارګانونو ته لارښوونه کېږي چې پانګوالو په ځانګړي ډول د مخابراتي سکتور پانګوالو سره د هر ډول خنډونو او ستونزو په له منځه وړلو کې جدي همکاري وکړي.
· د افغانستان بانک، مالیې وزارت، د اترا اداره او بانکي سکتور موظف دي چې سترو په ځانګړي ډول د مخابراتي سکتور پانګوالو ته د قرضې په خاطر د پور ورکولو واضح پالیسي په درېو میاشتو کې د تائید او منظورۍ په خاطر د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کړي.
· د مالیې وزیر تر څارنې لاندې د اقتصاد او عدلیې وزیرانو، مخابراتي خدمتونو ادارې (اترا) او د مخابراتي شرکتونو د یوه استازي په غړیتوب کمېسیون موظف دی چې د مخابراتي سکتور د مالیې د ارزولو په خاطر خپلې غوښتنې په درې راتلونکو میاشتو کې د اقتصاد عالي شورا ته وړاندې کړې.
د هېواد جمهور رئیس د پانګونې لپاره د مخابراتي سکتور د چمتووالي مننه وکړه، وې ویل، حکومت په دې برخه کې د مخابراتي شرکتونو هر اړخیز ملاتړ کوي.
هغه د نوري فایبر پر پراختیا ټینګار وکړ، وې ویل، ټولې دولتي ادارې، جوماتونه، ښوونځي، پوهنتونونه او اکاډمیک مرکزونه به نوري فایبر سره وصل شي.
ده زیاته کړه، په مساوي ډول په مخابراتي سکتور کې د پانګونې لپاره فرصت برابر دی او په دې برخه کې هیڅ انحصار نشته.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP