Language

امنيتي ځواکونو د بغلان تاله و برفک ولسوالۍ بېرته ونيوله

پلخمري (پژواک، ٢٩ غويى ٩٧) : ځايي چاروکي وايي چې امنيتي ځواکونو نن سهار  د بغلان ولايت د تاله و برفک ولسوالۍ او امنيه  قوماندانۍ ودانۍ بېرته ونيولې .    

په شمال کې د شاهين قول اردو  ویاند جګړن  محمد حنيف رضايي  دغويي په  ۲۹ مه پژواک خبري  اژانس ته وويل چې ځانګړي امنيتي ځواکونه  نن  سهار د ولسوالۍ انګړ ته دننه او  ولسوالۍ ته څېرمه ټولې امنيتي پوستې يې تر خپل کنټرول لاندې راوستې .

هغه زياته کړه چې افغان ځانګړي ځواکونه هغه مهال  ولسوالۍ ته دننه شول چې  تېره شپه يې د تور موش په نوم سيمې مهم سنګرونه  تر بمبار وروسته ويجاړ او  د ولسوالۍ مرکز  لور ته يې د پرمختګ لار خلاصه کړه .

د نوموړي په وينا، د ولسوالۍ د بېرته نیولو لومړۍ ورځې جګړې کې د امريکايي ځواکونو هوايي ځواک  هم برخه اخيستې وه  چې  افغان ځمکنیو ځواکونو ته یې دپرمختګ لار هواره کړه .

رضايي  په دغې څو ورځنۍ  جګړه کې  وسله والو  طالبانو  ته داوښتي  ځاني زيان په اړه   وويل، چې په دې نښتو کې ٤٢ وسله وال مخالفين وژل شوي ا و ٣٢ تنه نور يې ټپيان دي.

نوموړى زياتوي، چې  تر دې دمه يواځې درې افغان سرتېري ټپيان شوي او د ولسوالۍ د بېرته نیولو ټوله جګړه کې ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی .

د شاهین قول اردو ویاند وايي، وسله وال طالبان  اوس مهال  د  وادو  په نوم  درې  لور ته تښتېدلي  او افغان ځواکونه  به تر هغه ورپسې وي  تر څو د تاله و برفک ټوله ولسوالۍ يې له شتونه پاکه کړې نه وي  .

د رضايي  په وينا، څلور عرادې هغه رېنجر موټر چې وسله والو طالبانو نيولي و، هم بېرته ترلاسه شوي او څلو ر هاموې موټر  د طالبانو له لوري د سيمې د پرېښودو پر مهال سوځول شوي چې په بشپړ ډول له منځه تللي دي .

د بغلان د امنيه قوماندانۍ ویاند ذبيح الله  شجاع  هم د تاله و برفک ولسوالۍ دبېرته نیولو خبر تاييدوي، خو د وروستۍ مرګ ژوبلې په اړه  بې خبري ښيي .

 وسله والو طالبانو تر دې دمه دتاله و برفک ولسوالۍ د بېرته  له لاسه وتلو او ورته د  اوښتې مرګ ژوبلې په اړه  څه نه دي ویلي .

تاله و برفک  ولسوالۍ لس ورځې  وړاندې وسله والو طالبانو د يوه ډله ييز بريد په ترڅ کې ونيوله،دغه ولسوالۍ په تېرو دوو کلونو کې دا څلورم ځل دی چې  د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ  لاس په لاس کېږي .

login or register a new account.