غزني ښار (پژواک، ٢٩ غويى ٩٧) : د غزني د اجرستان ولسوال وايي چې که بېړنۍ مرستې ورته ونه رسېږي؛ نو وسله والو مخالفينو ته به تسليم شي.
له وړمې شپې راهیسې د غزني پر اجرستان ولسوالۍ د وسله والوطالبانو له لوري ډله يیز بریدونه روان دي، چې د ولسوال حمدالله په وينا، تر اوسه څلور پوستې د طالبانو له خوا نيول شوي، ١٦ سرتېري وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
ولسوال د غويي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې که ورته مرسته ونه رسیږي، نو اړ دي چې وسله والو طالبانو ته تسلیم شي.
د ده په وينا، تېره ورځ الوتکې راغلې، تاو راتاو شوې، خو هوايي بريدونه يې ونه کړل او بېرته لاړې.
دى زياتوي: ((سر نه شو پورته کولی، له هرې خوا مرمۍ را ورېږي، نه وسلې لرو، نه مرسته راځي.))
د ولسوال په وينا، د غزني چارواکي او مرکزې ادارې یواځې ورسره د دروغو ژمنې کوي او له دې سره د امنیتي سرتېرو تلفات مخ په زیاتېدو دي.
د غزني د ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري وايي، په اجرستان ولسوالۍ کې حالات خراب دي، که مرکزي اداره ورته پاملرنه ونه کړي، ښايي چې دغه ولسوالۍ سقوط شي.
هغه زياته کړه، د ټول غزني امنیتي حالات په دې وروستیو کې خراب شوي، خو بیا هم مرکزي ادارې کومه ځانګړې پاملرنه نه ده ورته کړي.
د سیمې اوسېدونکي هم وايي چې له وړمې شپې راهیسې په دې ولسوالۍ کې نښتې روانې دي.
د سيمې يو اوسېدونکى حضرت الله وايي، ورور يې په یاده ولسوالۍ کې د سرتېري په توګه دنده ترسره کوي او له پرون راهیسې ورسره هېڅ اړیکه نه لري.
د ده په خبره، تېره ورځ ناوخته يې دوى سره اړیکه نیولې وه او د سختې جګړې خبره يې ورته کړې وه.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري هم مني چې اجرستان تر سختې محاصرې لاندې دى، خو نوموړی يې پړه په مرکزي اداره اچوي چې په وخت سره د دوى غوښتنو ته ځواب نه وايي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP