پل علم (پژواک،٢٩ غویى۹۷): د لوګر ولايت په مرکز پل علم ښار کې يو ښوونځى د زده کوونکو پر مخ تر هغه وروسته تړل شوى، چې هلته د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې مرکز جوړ شوى دى.
دغه ښوونځى د پل علم ښار اړونده د کډوالو په ښار ګوټي کې موقعيت لري، له کومې ورځې چې هلته د نوم ليکنې مرکز جوړ شوى، يو زده کوونکى هم زده کړې ته نه ورځي.
ددې ولايت د پوهنی ریاست ویاند شاهپورعرب پژواک خبري اژانس ته وويل، کله چی د ټاکنو کمېسيون په ښوونځیوکی د نوم لیکنې مرکزونه جوړ کړ او د وسله والو طالبانو له لوري په دغه ولایت کې د نوم لیکنې په ځینو مرکزونو بریدونه وشول؛ نو د کډوالوښارګوټي لېسې دروازه د زده کوونکو پر مخ تړل شوې ده.
هغه زياته کړه، د لېسې د تړل کېدو له امله ١١ سوه زده کوونکي له زده کړو محروم پاتې شوي دي.
عرب وايي چې په دې اړه يې خپل شکايت د ټاکنو کمېسيون سره شريک کړى دى.
نوموړی وایي، يو شمېر هغه ښوونځي چې د ټاکنو د نوم لیکنې مرکزونه په کې فعال دي تر امنیتي ګواښ لاندې دي او وېره شته چې هغه هم وتړل شي.
د کډوالو د ښارګوټي يو تن قومي مشر ملک شمس الدین پژواک ته وویل چې شاوخوا یوه میاشت کېږي چې دغه لېسه تړل شوې ده.
هغه وایي: (( موږ د ټاکنو د ملي پروسې ملاتړي یو، خو که د نوم لیکنې مرکز له ښوونځي څخه کوم بل ځای ته انتقال شي، ځکه هلته واړه ماشومان او ځوانان د زده کړو په موخه ورتلل، خو له کومې ورځې چی د نوم لیکنې پر مرکزونو بریدونه وشول؛ نو زده کوونکي ښوونځي ته نه ځي او تړل شوى .))
د لوګر د ولایتي شورا مرستیال عبدالولي وکیل هم له امنیتی ادارو وغوښتل چې د نوم لیکنې د مرکزونو امنیت وساتي او یا دې هم دغه مرکزونه له ښوونځیو څخه وایستل شي.
د هغه په وينا، دغه کار د پوهنې پر بهير ناوړه اغېزه کړې ده.
د یادونې ده چی په تېرو دوو اوونیو کې په پل علم کې د نوم ليکنې پر دوو مرکزونو وسله وال برید او د ماین چاودنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم دا ستونزه شته او ګڼ شمېر ښوونځي تړل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP