غزني (پژواک، ٢٩ غويى ٩٧): د غزني مسوولين وايي، د يوې پخوانۍ سناتورې زوى يې د يوه ترافيک پوليسو د وهلو په تور او هم دوه ماين خښوونکي نيولي دي.
د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل وايي، پوليسو په غزني ښار کې د پخوانۍ سناتورې او ولسي جرګې ته د احتمالي نوماندې بخت بي بي زوى ميوند، په دې خاطر نيولى چې دوه ورځې وړاندې يې يو ترافيک پوليس د ده د موټر د درولو له امله وهلى و.
د هغه په وينا، ترافيکو هغه مهال د نوموړي موټر درولى و، چې کله امنيه قوماندانۍ ته د والي په ګډون د ٥٠٣ زون قوماندان د ننوتلو په حال کې وو.
ده زياته کړه: "دغه کس ترافيک نه، بلکې خپله امنيه قومندانۍ په څپېړه وهلې او ترڅو چې د قانون له مخې سزا ونه ګوري، خوشې به يې نه کړي؛ تر قانون هېڅوک لوړ نه دي، هغه که هر څوک وي."
بل پلوه، د غزني امنيه قوماندان وايي، پوليسو نن هغه مهال دوه ماين خښوونکي ونيول چې غوښتل يې د غزني ښار او زنخان ولسوالۍ ترمنځ لاره کې ماينونه خښ کړي.
سمونوال مشعل دوه ورځې مخکې د غزني د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP