کندوزښار(پژواک،٣٠غويى٩٧):د کندوز د قلعه زال ولسوالۍ له څه باندې اته سوه بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
د دې مرستو د وېشلو پرمهال د کندوز له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر مير اقا اعتبار د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وروستيو جګړو له امله سلګونه کورنۍ له قلعه زال ولسوالۍ څخه کندوز ښار ته بې ځايه شوې دي.
هغه وايي: (( موږ تر اوسه ٨١٦ کورنۍ سروې کړي چې نن مو ورسره د مرستې لړۍ پيل کړه او هرې کورنۍ ته مو پنځه قلمه خوراکي توکي ورکړل.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې مرستو کې وريجې، اوړه، بوره، غوړي او غوښه شامل دي.
خو بل لورته د کندوز د ولايتي شورا غړي امين الله پژواک ته وويل چې دغه مرستې د دې کورنيو لپاره بسنه نه کوي.
هغه وايي: (( خلک په ډېر بد حالت کې دي، دغه مرستې ډېرې کمې دي، حکومت بايد له دوى سره ډېرې مرستې وکړي.))
د قلعه زال ولسوالۍ د بې ځايه شوو کسانو له ډلې څخه الله مراد پژواک ته وويل، لس ورځې کېږي چې له خپلو سيمو بې ځايه شوي دي.
هغه وايي: (( دا لس ورځې مو تر شنه اسمان لاندې تېرې کړې، چا زموږ پوښتنه ونه کړه خو دا دى اوس راسره مرستې کېږي.))
نوموړي او يو شمېر نورو بې ځايه شوو هم ويل چې د روژې په دې مبارکه مياشت کې دغه مرستې ورته بسنه نه کوي، بايد نورې مرستې هم ورسره وشي.
د يادونې ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د قلعه زال ولسوالۍ په اقتپه بازار بريد وکړ چې له امله يې سلګونه کورنۍ نورو سيمو ته بې ځايه شول.
login or register a new account.