غزني ښار (پژواک،٣٠غويى٩٧): په غزني ښار کې د حزب اسلامي پر دفتر د لاسي بم بريد شوى چې له امله يې درې تنه ټپيان شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه مهال شاوخوا ١٢ بجې د غزني ښار په شاه مير سيمه کې د حزب اسلامي پر دفتر لاسي بم غورځول شوى دى.
ده زياته کړه چې په دې پېښه کې د دې ګوند درې غړي ټپيان شوي دي.
د شاه مير سيمې يوه هټۍ وال انعام الله پژواک ته وويل: ((په دوکان کې ناست وم چې د چاودنې غږ شو، کله چې بيرون ته ووتلم، ګورم د حزب اسلامي له دفتر څخه دوړې پورته کېدې.))
د هغه په وينا، په دې بريد کې د ښيښو د ماتېدو له امله درې تنه ټپيان شوي چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
د دې بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP