غزني ښار(پژواک،٣٠غويى٩٧): د غزني چارواکي وايي چې په اجرستان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده، خو بل لورته طالبان بيا وايي چې دغه ولسوالۍ يې نيولې ده.
شاوخوا درې ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د غزني په اجرستان ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړل چې له امله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې مرستندويه ځواکونه نن له غرمې مخکې اجرستان ته رسېدلي، خو لا هم په دې ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.
نوري وايي چې په جګړه کې تر اوسه ١٨ پوليس وژل شوي، ١٣ نور ټپيان دي او لسو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وينا، وسله والو طالبانو د خلکو په کورونو کې سنګرونه نيولي او دوى نه شي کولى چې هوايي بريدونه پرې وکړي.
د نوموړي په وينا، د اجرستان له ولسوال سره اړيکه نه نيول کيږي، خو کېداى شي کوم خوندي ځاى ته يې ځان رسولى وي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ولايتي شورا غړي نصيراحمد فقيري پژواک ته وويل چې که د ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونه اجرستان ولسوالۍ ته جدي پاملرنه ونه کړي، نو دغه ولسوالۍ به وسله وال مخالفين ونيسي.
هغه وايي: (( څلور ورځې کېږي پر دې ولسوالۍ جنګ روان دى، له بېګاه نه ټيلېفوني اړيکې پرې شوي، هېڅ معلومه نه ده چې هلته څه روان دي.))
دغه راز په غزني ښار کې د اجرستان يو اوسېدونکي حکيم الله پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو په دې ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي کمپنۍ يو اتن هم سوځولى او اوس ټولې اړيکې پرې شوې دي.
هغه وايي: (( په دې جګړه کې زما د ملګري پلار وژل شوى، خو اوس دومره امکانات نشته چې هغه را انتقال کړي.))
بل لورته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې اجرستان ولسوالۍ طالبانو نيولې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP