غزني ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٧): د غزني حکومتي چارواکو د جغتو او ده يک ولسواليو د سقوط موضوع رد کړه خو وايي چې د طالبانو د بريدونو له امله د ده يک د امنيه قوماندان په ګډون دوه افسران او لس نور پوليس وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د جغتو، ده يک او قره باغ ولسواليو او د غزني ښار پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي: ((طالبانو د ٤٥ دقيقو لپاره د جغتو امنيه قوماندانۍ نيولې وه، خو بېرته ترې نيول شوې او د ده يک د ولسوالۍ تعمير ته يې هم ځانونه رسولي وو خو نيولې یې نه ده او د ولسوالۍ ودانۍ يې په درنو مرمیو ويشتلې ده.))
نوري زياتوي چې په دې بريدونو کې د ده يک امنيه قوماندان فيض محمد توپان او د منتظره قطعې قوماندان برکت الله بدخشي په ګډون ١٢ پوليس وژل شوي دي.
خو د غزني د ولايتي شورا غړى نصيراحمد فقير بيا وايي چې په دې بريدونو کې د دوو قوماندانانو په ګډون ٢٠ پوليس وژل شوي دي.
هغه وايي: ((اوس جګړه نشته خو د وژل شوو پوليسو شمېر تر دې هم لوړ دى.))
بل لور ته طالبان هم د غزني جګړې تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو د جغتو او ده يک ولسوالۍ نيولې دي.
هغه وايي چې د دې ولسواليو د نيولو پر مهال ګڼ شمېر امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او وسلې او مهمات يې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو بريدونو زور اخيستی چې له امله يې د امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.
login or register a new account.