کندوز (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٧): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وروستيو سېلابونو له امله شاوخوا پنځه زره جريبه کرنيزه ځمکه او زر کورونه ويجاړ شوي دي.
د امام صاحب قومي مشر محمد ظفر د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ په دې ولسوالۍ کې سېلابونه راوتلي او خلکو ته يې ډېر مالي زيانونه اړولي دي.
هغه وايي: ((دلته له زرو نه ډېر کورونه ويجاړ شوي دي، امنيتي ځواکونو موږ سره مرسته وکړه، خلک يې وژغورل، خو اوس موږ بيړنيو مرستو ته اړتيا لرو.))
دغه راز بل قومي مشر حاجي ميراو هم وايي چې د سېلابونو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دى زياتوي: ((په دې سېلابونو کې چا ته د سر زيان نه دى اوښتى، خو خلک يې له ډېرو مالي ستونزو سره مخ کړي دي.))
د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
په دې اړه د کندوز د ولايتي شورا غړي خال الدين حکيمي پژواک ته وويل چې په امام صاحب کې د وروستيو سېلابونو له امله پنځه زره جريبه کرنيزه ځمکه او زر د استوګنې کورونه ويجاړ شوي دي.
د ده په وينا، د امام صاحب اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، حکومت بايد هر څه ژر مرستې ورسره وکړي.
همدارنګه د امام صاحب ولسوال محبوب سعيدي پژواک ته وويل چې سېلابونو په دې ولسوالۍ کې خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي دي.
هغه وايي: ((سيمه ييز حکومت د سېلاب په مهارولو کې له خلکو سره همکاري وکړه، خو په خواشينۍ سره چې سېلاب خلکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي، کورونه يې نړولي او کرنيزې ځمکې يې هم ويجاړې کړې دي.))
ده هم له اړوندو ادارو غوښتنه وکړه چې د دې ولسوالۍ له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.
د اړوندې موضوع په اړه په کندوز کې له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر ميراقا اعتبار پژواک ته وويل چې په امام صاحب ولسوالۍ کې سېلابونو خلک ځپلي دي.
login or register a new account.