غزني ښار (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٧): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې له امله يوې لېسې اور اخيستى دى.
د غزني د پوهنې رييس مجيب الله انصار د غبرګولي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په اندړو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
هغه وايي چې د دې جګړې له امله د سلطان شهاب الدين غوري لېسې ودانۍ اور اخيستى دى.
ده زياته کړه: ((بېګاه پر لېسې کوم توغندى لګېدلی او تر اوسه (له غرمې مخکې ١١ بجې) اور په کې بلېږي.))
د انصار د معلوماتو له مخې چې د ښوونځي درسي او اداري خونې سوځېدلې دي.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي لطف الله پژواک ته وويل: ((جنګ روان دى خو دا معلومه نه ده چې لېسې ته چا اور اچولى او که کوم توغندى پرې لګېدلی دى.))
ده هم وويل چې په لېسه کې اوس هم اور لګېږي خو د مړ کولو لپاره يې څوک نه دي ورغلي.
د يادونې ده، له تېرو نږدې درېيو اونيو راهيسې په اندړو ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده چې له امله يې د غزني- پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP