Language

د پکتيکا يحيى خېلو ولسوالي له روغتيايي پلوه پاکه اعلان شوه

ښرنه (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٧) : د پکتيکا ولايت د يحيى خېلو ولسوالۍ له روغتيايي پلوه پاکه ولسوالي اعلان شوې ده.

ددغه ولايت دکليو د پراختيا رييس انجنير نجيب جاهد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روغتيا نړيوال ګروپ موسسې ( اى اېم اسي) په همکارۍ له تېرو درېيو کلونو راهيسې په يحيى خېلو ولسوالۍ کې فعاليتونه روان وو.

هغه زياته کړه،ددغو فعالتيونو په پايله کې چې خلکو ته عامه پوهاوى ورکړل شو او سلګونه تشنابونه جوړ شول، اوس دا ولسوالۍ له روغتيايي پلوه پاکه اعلان شوې ده.

جاهد وايي،دوى د يادې موسسې له کارونو څارنه کوله چې په ښه توګه يې کارونه ترسره کړي دي.

په پکتيکا کې دای، ايم، سي موسسې مشر ډاکتر چنار وايي چې ددغه ولايت يحيی خېل ولسوالۍ کې يې ۲۰۰۰ تشنابونه جوړ کړي او دغه ولسوالۍ يې له روغتيايي پلوه پاکه اعلان کړې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په يحيى خېل ولسوالۍ کې له درې کلنو تبليغاتو اوعامه پوهاوي وروسته يې دغه ولسوالۍ له روغتيايي پلوه پاکه اعلان کړه.

د ډاکټر چنار په وينا، دوی په دې ولسوالۍ کې هېڅ پيسي نه دي لګولې، بلکې د۲۱ کارکونکو په مرسته يې ولسونو ته عامه پوهاوی ورکړی چې په درې کلونو کې ياد کسان وتوانېدل په دې ولسوالۍ کې ددوی په مرسته ۲۰۰۰ تشنابونه جوړ کړي.

د هغه په وينا، له دې وړاندې په دغې ولسوالۍ کې خلکو لويې لويې کلاګانې درلودې، د ضرورت رفع کولو لپاره کښتونو او کوڅو کې تېرېدل چې له امله يې کليوالي ژوند ګډ وډ شوى و، خو اوس په دې ولسوالۍ کې دا ستونزه هواره شوې ده.

نوموړي زياته کړه،د تشنابونو د نشتوالي په هر ځاى کې د ضرورت رفع کولو سره بېلا بېل ډول ناروغۍ پيدا کېدلې ، خو اوس يې مخه نيول شوې ده.

د يحيي خېلو ولسوالۍ اوسېدونکى سيد اکبر هم وايي چې اوس د ولسوالۍ په هر کور کې  تشناب جوړ شوى او دوی په دې پوهېدلي چې نور بايد په صحرا، کوڅو او نورو اړوندو ځايونو کې صحرا ګشت ونه کړي څو له ناروغيو څخه خوندي پاتې شي.

د يادونې ده چې دا دافغانستان په کچه اوومه ولسوالۍ ده چې له روغتيايي پلوه پاکه اعلانېږي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.