Language

غزني ښار کې د نوم ليکنې يو مرکز ته څېرمه چاودنې درې تنه ټپيان کړل

غزني ښار(پژواک،٣غبرګولى٩٧): په غزني ښار کې د نوم ليکنې يو مرکز ته څېرمه چاودنه شوې چې له امله يې د ټاکنو کمېسيون د يوې ښځينه کارکوونکي په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر يوې سرچينې د غبرګولي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې لس بجې د غزني ښار د مغلان سيمې د نوم ليکنې مرکز ته څېرمه شوې ده.

سرچينه وايي چې په دې چاودنه کې درې تنه ټپيان شوي، خو نور معلومات نه ورکوي.

خو په غزني کې د ټاکنو کمېسيون يوې سرچينې پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې د دوى يوه ښځينه کارکوونکې او يو بل مامور ټپيان شوي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل چې د پېښې له ځايه دوى ته درې ټپيان ور وړل شوي دي.

هغه وايي: (( يو پوليس دى او دوه نور چې يوه ښځه ده د ټاکنو کمېسيون کار کوونکي دي.))

د هغه په وينا، د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د پېښې يو تن عيني شاهد انعام الله پژواک ته وويل: (( د نوم ليکنې مرکز د خلاصېدو په حال کې و چې چاودنه وشوه.))

هغه په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د نوم ليکنې پر مرکزونو د بريدونو کچه لوړه شوې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.