Language

لوګر کې له څه باندې دوه زره ښځو سره د چرګانو مرسته وشوه

پل علم(پژواک،٣غبرګولى٩٧): د لوګر د کرنې رياست له لوري له څه باندې دوه زره بيوزله ښځو سره د چرګانو او نورو وسايلو مرسته وشوه.

د لوګر د کرنې رييس دين محمد مهمند د غبرګولي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې رياست له لوري نن له ٢٢٢٢ بيوزله ښځو سره د چرګانو او نورو وسايلو مرسته وشوه.

هغه وايي چې هرې ښځې ته ١٥ د هګيو چرګان، ٧٥ کيلوګرامه د چرګانو دانه، واکسين او نور اړوند توکي ورکول شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه مېرمنې د مرکز پل علم، محمد اغې، بره کي برک او خوښۍ ولسواليو اوسېدونکي دي او  په دې پروژې ٣١ ميليونه افغانۍ لګښت شوى دى.

د مرکز پل علم د کلنګار سيمې يوې اوسېدونکې سکينې پژواک ته وويل: (( ډېره خوښه يم چې د کرنې رياست را سره د چرګانو مرسته وکړه.))

د نوموړې په وينا، خاوند يې مړ شوى او دا به وکولاى شي چې د دې چرګانو له هګيو څخه خپلو پنځو بچو ته حلاله ډوډۍ پيدا کړي.

دغه راز د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکې رڼا پژواک ته وويل: (( له بېوزله او کونډو ښځو سره د چرګانو مرسته ډېره مهمه ده او دا ډېر ښه پروګرام دى، خو کاش چې د چرګانو شمېر يې ډېر واى، ځکه زه کولى شم، تر سلو پورې چرګان وساتم.))

د لوګر د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، ورته پروګرامونه به راتلوونکي کې هم ادامه پيدا کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.