Language

ميدان وردګوکې شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل، ښرنه (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٧) : په ميدان وردګو ولايت کې د يوې چاودنې له امله شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل د غبرګولي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار د سيد اباد ولسوالۍ د تنګي درې اړونده سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، په ياده سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه فيلډر ډوله موټر د سړک د غاړې ماين  چاودنه شوې  چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

منګل وايي، په وژل شوو او ټپيانو کې  ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى .

د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنې ښار کې د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه هغه مهال د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي، چې غوښتل يې لاسي بمونه وغورځوي.

د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرووف مسعود پژواک ته وويل چې دوى غوښتل پر يوې امنيتي پوستې لاسي بمونه وغورځوي.

د هغه په وينا، وسله والو طالبانو غوښتل په مرکز ښرنه کې ګډوډي جوړه کړي او چاودنې وکړي، خو امنيتي ځواکونو يې مخه ونيوله.

يوتن نيول شوی ماشوم چې د مرکز ښرنې دچهاردې دکلی اوسېدونکی دی ، وويل چې وسله والو طالبانو دوی ته لاسي بمونه ورکړي وو او غوښتل يې چې په مرکز ښرنې ښار کې ددرېيم سمت پوستې ته يې ور واچوي چې دامنيتي ځواکونو له لوري ونيول شول.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.