ښرنه (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٧): د غزني- پکتيکا پر لويه لار د سړک غاړې ماين چاودنې د يوه محصل په ګډون پنځه ملکي وګړي وژلي دي.
د غزني د لين يوه موټر چلوونکي اخترمحمد د غبرګولي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن سهار لس بجې د غزني د اندړو ولسوالۍ د چهارديوال په سيمه کې وشوه.
هغه زياته کړه، د سړک غاړې ماين د ملکي وګړو پر يو موټر چاودنه کړې چې له امله يې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا، د يادې لارې بندېدو له امله وسله والو طالبانو موټر چلوونکو ته ويلي چې په فرعي خامه لارو تګ راتګ وکړي.
د غلام الرحمن همدرد په نوم يوه بل کس پژواک ته وويل چې په وژل شوو کې يو محصل هم شامل دی.
د پکتيکا د والي وياند محمدالرحمن اياز هم مني چې په ياده چاودنه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه يې نور معلومات نه لري.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP