ښرنه (پژواک، ٦ غبرګولى ٩٧): د پکتيکا په درېيو ولسواليو کې د پوهنې وزارت له خوا د ۱۸ ميليونه افغانيو په ارزښت د لس زره زده کوونکو لپاره درسي مېزونه او څوکۍ جوړ او ووېشل شول.
د دې توکو د وېشلو په مراسمو کې چې نن په يوسف خېلو ولسوالۍ کې جوړ شوي وو، د پکتيکا والي الياس وحدت وويل چې دغه پروژه په درېیو میاشتو کې بشپړه شوې چې له لارې يې ۴۸۰۰ سیټه مېزونه او څوکۍ د لسګونو ښوونځیو لپاره جوړ شوي دي.
ده زياته کړه، د دې څوکيو په جوړېدو سره به د پکتيکا د يوسف خېلو، اورګون او زرغون ښار ولسواليو لس زره زده کوونکي ګټه واخلي او د درس ويلو لپاره به يې يو ښه چاپېريال را منځته شي.
د پکتيکا د پوهنې رييس محراب الدين شفق وويل چې دغه مېزونه او څوکۍ د پوهنې وزارت د اتلس میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
د هغه په وينا، د مېزونو او څوکيو جوړولو دا پروژه د افغانستان په ١٣ ولایتونو کې د جي پي اې پروګرام له لوري پيل شوې ده، چې پکتیکا لومړنى ولایت دی چې کارونه یې په خپل وخت ترسره شول.
د يوسف خېلو ولسوالۍ د لېسې يوه زده کوونکي احمد سجاد پژواک ته وويل چې پخوا به دوی د درس ويلو پرمهال په ځمکه ناست وو، چې ښې زده کړې ته زمينه نه وه برابره.
هغه زياته کړه، اوس يې په دې برخه کې ستونزه له منځه تللې او له دې وروسته به دوی د درس ويلو پرمهال له مېزونو او څوکيو استفاده کوي.
يوه ښوونکي نور خان هم وويل چې که په يوه ښوونځي کې مېزونه او څوکۍ وې، ارام او پاک درسي چاپېريال ولري، په هغه ځای کې له يوې خوا درس ښه وړاندې کېږي او له بل پلوه، زده کوونکو ته د ښه چاپېريال له امله زده کړې په زړه پورې کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP